په کابل کې د یوه ګبیوني دیوال کار ۳۰ سلنه مخکې تللی

mrrd_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۵۴
په کابل کې د یوه ګبیوني دیوال کار ۳۰ سلنه مخکې تللی

د کابل په سروبي ولسوالۍ د ګبیون ډوله دیوال دویم پړاو چې د سیلابونو د زیانونو د مخنیوي په موخه جوړیږي اوسمهال یې کار ۳۰ سلنه مخکې تللی دی.

دا پروژه چې د جلالتماب جمهور رییس په لارښوونه د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري تطبیقیږي په ترڅ کې به یې ۳۹۱۴۴ کاري ورځې رامنځ ته شي او د سیمي ۳۵۵۱۴ تنه وسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

یاده دې وې چې په سروبي ولسوالۍ کې د سیلابونو د زیانونو د مخنیوي د پروژې د لومړي پړاو کار ۸۵ سلنه مخکې تللی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال معرفي شو

ملا نثاراحمد نصرت چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

BACK TO NEWS