په پکتیکا کې د څه باندې ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۴ - ۸:۴۳
پکتیکا

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري ؛ د پکتیکا ولایت د یوسف‌خېلو ولسوالۍ په «بوخان خېلو» کلي کې د څه باندې ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت سره، د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټنې ته وسپارل شوه.

په دغه پروژه کې د ۱۰۳ مترو په ژوروالي سره د یوې څاه کیندل، د ۵۰ متره مکعب په ظرفیت سره د یوې ذخیرې جوړول، د ۵۶۷۱ مترو په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول، د ۳۶ لمریزو تختو نصبول او په کورونو کې د ۱۱۰ مېترونو او ۱۱۲ نلکو نصبول شامل وو.

ددغې پروژې په تکمیلېدو سره د شاوخوا ۳۱۳ کورنیو او ۲۹۵ ښځینه زده‌کوونکو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې. او د اړوندې سیمې د ځايي خلکو لپاره یې شاوخوا ۲۴۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS