په پکتیکا کې د اوبو لګولو د کاریز پروژه بشپړه شوه

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۴:۱۷
په پکتیکا کې د اوبو لګولو د کاریز پروژه بشپړه شوه

په پکتیکا ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار بشپړ شو. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د یوسف خیلو ولسوالي په نوي ملا لمبات کلي کې د اوبو لګولو کاریز، د اوبو زیرمتون او کروندو ته د اوبو رسوونکی پوخ کانال جوړ شویدی. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۹۹۲ کاري ورځې رامنځته شوي چې د سیمې ۴۰۰ اوسیدونکي لدغه کاریز څخه ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې د ځايي بزګرانو ۱۰۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS