په پکتیکا ولایت کې د (۶۹) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۹:۴۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیکا ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې د شاوخوا (۸۶) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۹) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا پیل شوې.

د یادو پروژو د پیل په پار جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د پکتیکا ولایت والي الحاج ملا عبدالخالق عابد صاحب، د یادې ولسوالۍ ولسوال، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احمد، د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، د یادې ولسوالۍ علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل موږ به پوره هڅه کوو چې په وازیخوا ولسوالۍ کې نور هم پراختیایې کارونه وکړو او کوښښ مو دادی چې د هیواد په ټولو وروسته پاتې ولسوالیو کې د خپل توان سره سم کارونه ترسره کړو.

په دغو پروژو کې د یو کوچني بند په شمول د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۳:۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیکا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا ولایت له والي الحاج ملا عبدالخالق عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د سمنګان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د سمنګان ولایت له والي داملا محمد شعیب رسالت سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS