په پکتیا کې د ۸۷۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سمیه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په جبه کلي کې د ۸۷۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړولو کار ۸۵ سلنه مخته تللی دی.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال کاریګرو ته ۲۲۴۷ کاري ورځې رامنځته شوې او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۷۳۷ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې له لارې به نه یواځې د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي؛ بلکې د سیمې کورونو به د سیلابونو د خطره هم په امان کې شي.