په پکتیا کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۶۵ متره کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړشو.

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۵:۱
په پکتیا کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۶۵ متره کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړشو.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د سید کرم اړوند د کندرخېلو د روزن خېلو کلي پراختيايي شورا لخوا د څه باندې ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کرنیز کانال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دا کانال ۵۶۵ متره اوږدوالی لري چې د ځايي خلکو۳۸۰ جرېبه کرنيزه ځمکه خړوبوي، او ۱۸۷ کورنۍ ترې ګټه اخلي، دې پروژې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۲۳۴۶ کاري ورځې رامنځته کړې وې.

. د يادونې وړ ده، چې د سید کرم ولسوالۍ لپاره د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا، فرعي سړکونو جوړولو او د اوبو لګونې په سکټورونو کې ۸۶ بېلابېلې پروژې منظور شوې وې، چې یو شمېر یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS