په پکتیا کې د څه باندې ۵ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار روان دی
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د پکتیا ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه جیګان کلي کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پوخ کاریز او ځمکو ته د اوبو رسوونکی پوخ کانال د پروژې کار ۱۶ سلنه مخ ته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۲۳۸۹ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۴۰۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې د سیمې د بزګرانو کرنیزې ځمکې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي بلکې دغو ځمکو ته د اوبو د رسیدو په لار کې به د اوبو د بې ځایه ضایع کیدو مخه هم نوره ونیول شي.
