په پکتیا ولایت کې د (۱۶۹) پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۹:۲۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۳۶) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۶۹) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا پیل شوې.

د یادو پروژو د پیل په پار جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د پکتیا ولایت والي حاجې مهرالله حماد صاحب او د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي مرزا جان صادق، د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، د یادې ولسوالۍ علماء کرامو، سپین ږیرو او ځواناو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر صاحب خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: دا نظام په ډیرو لویو قربانیو راغلی دی، موږ او تاسې باید د دغه نظام قدر وکړو او شکر ادا کړو.

دغه راز وزیر صاحب زیاته کړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د متوازن انکشاف لپاره ژمن دی او د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د پروژو تطبیق د هېواد لېرو پرتو سیمو ته جاري ساتلي دي.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS