په پکتیا ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۳:۴۸
پکتیا

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري د ۳.۹ مېلیونه افغانیو په لګښت سره چې د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوې، د پکتیا ولایت د احمدآباد ولسوالۍ په سرکي ملنګ روغتیايي مرکز او د ځاځي آریوب ولسوالۍ په بره شګه سیمه کې د اوبو رسولو دوې لمریزې شبکې جوړې او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د څښلو د اوبو په لومړۍ شبکه چې د کلینیک لپاره جوړه شوه، نیم میلیون افغانۍ ولګېدې چې د یوې ژورې څاه کیندل، د دوو لمریزو ښیښو (سولرونو) نصبول، د څلورو نلکو نصبول او د څلور تشنابونو بیارغول په کې شامل وو.

د اوبو رسولو په دویمه شبکه چې په بره شبګه سیمه کې جوړه شوه، ۳.۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغی، چې د یوې ژورې څاه کیندل، د اوبو د کانکریټي ذخیرې جوړول، د ۵۰ لمریزو تختو، ۲۵ نلکو او د پایپونو ۳۰۰ متره اوږدې شبکې نصبول په کې شامل وو.

د اوبو رسولو د یادو شویو شبکو په تکمیلیدو سره د احمد آباد د ولسوالۍ د سرکي ملنګ کلینک او د ځاځي آریوب ولسوالۍ د برې شګې سیمې د شاوخوا ۳۰۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS