په پنجشیر کې د واورو له امله د بندو شویو لارو د پاک کارۍ چارې روانې دي
د پنجشیر ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د کلیو د لار جوړولو د ملي پروګرام په مرسته د دريي ولسوالۍ د عبدالله خیل درې لارې چې د واورو ښویدو له امله بندې شوې وې د پرانستلو کار یې روان دی.
باید ووایو چې دې واورو ښویدنو د ولسوالۍ له مرکز سره د مرجان، دهدادو، ارغچ بالا وپاین او خواجه کلیو لارې بندې کړې وې او د سیمو اوسیدونکو ته یې ګڼې ستونزې پیدا کړې وې.
