په پروان ولایت کې د اوبو رسولو شبکې څخه نظارت

noor_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۲:۳۳
1

د پروان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق د یاد ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د قرأ سه کوتي او گوهرخان د اوبو رسولو شبکې له پروژې څخه نظارت وکړ. د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس د سولر پینلنګ، واټرپمپ، د اوبو ذخیرې، پاپلین سیسټم او نورو څانګو څخه لیدنه وکړه او د ساختماني شرکت مسؤولینو او اړوندو انجینرانو ته یې د نیمګړو کارونو په اړه لازمې لارښوونې وکړې تر څو د پروژو کارونه ژر تر ژره بشپړ او عملي شي. د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې چارې بشپړیدو ته نږدې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS