په هرات کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۸:۴۶
جریان فعالیت‌های برنامه‌ی ملی انکشاف اقتصاد روستایی در ولایت هرات

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام، په دې وروستیو کې ۲۹۰ ښځینه او نارینه سپما ګروپونه د هرات ولایت په هغو څلورو ولسوالیو کې جوړ کړي؛ چېرته چې پروګرام فعالیت لري.

همدا راز، د پروګرام له‌خوا د سپما ۱۵۲ بکسونه او ۱۴۰ کتابونه د ۱۶ کلیو په کچه په سپما ګروپونو وېشل شوي او د بلاعوضه مرستو په توګه د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د مقطعي پانګې ۹۴ قسطونه تزریق شوې.

د یادونې وړ ده، چې د پروګرام د سیمه ییزوکارکوونکیو له‌خوا د دې ولسوالیو په ۲۰ پرمختیایې شوراګانو کې د خوځښت او تحرک په موخه ناستې هم ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اهل تشیع د علماوو ټولنې او قومي مشرانو له رئیس او ولایتي مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اهل تشیع د علماوو ټولنې او قومي مشرانو له رئیس محترم حجت‌الاسلام سید حسن فاضل‌زاده او د کابل، میدان وردګ، غور، بامیان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له مرستیال والي او یو شمېر رئیسانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر له مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د یاد ولایت له ښاروال، اداري اصلاحاتو ، پېښو په وړاندې د مبارزې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

BACK TO NEWS