په نورستان کې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو یوه شبکه بشپړه شوه

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۹:۴۹
په نورستان کې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو یوه شبکه بشپړه شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې پروګرام له لوري د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ په اوګرام کلي کې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه د ۲۰ مترو مکعبو په کچه د اوبو یوه زیرمه، د چینې ساختمان، ۱.۷۲۵ کیلو متره پایپ او ۹ نلکې لري.

باید ووایو چې ددې پروژې په پلي کیدا سره کارګرو ته ۱۹۹۴ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۱۵۰ کورنۍ او د یوه لومړني ښوونځي زده کوونکي له اوبو برخمن شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS