په ننګرهار کې ٨٠٦ پرمختیایي پروژې روانې دي‎ ‎

content_manager
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۴:۵۸
په ننګرهار کې ٨٠٦ پرمختیایي پروژې روانې دي‎ ‎

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د برنامو معین پوپل حبیبي په ننګرهارکې د کلیوالي پرمختیایی شوراګانو د ستونزو د اوریدو ‏په ولسي ناسته کې وویل، چې تېر کال په ننګرهار کې ٣٤٧ پروژې بشپړې شوې دي او ٨٠٦ پروژو چارې روانې دي.‏

ښاغلي پوپل حبیبي وویل، چې د افغانستان د اوبو د مدیریت وخت دی او په دې برخه کې د ولسونو ونډه ډیره مهمه ده« د کلیو ‏بیارغونې او پراختیا وزارت د ستاسې ( د کلیوالي شوراګانو) په مټ د کوچنیو بندونو، کانالونو او چيک ډېمونو د جوړولو ‏مسوولیت لري، چې کلیوالي شوراګانې یې باید د کېفیت، څارنې او ساتنې په برخه کې خپل مسوولیت ادء کړئ» ‏

د ولسمشرستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل له شوراګانو څخه غوښتنه وکړه چې پروژې په ښه کیفیت او کمیت ‏سره پلې کړي‎.‎

‏ د ولسوالیود شوراګانو په استازیتوب حاجي سمیع الله ، ملک محکم خان ، ملک جهانزیب او یو شمیر نورو قومي مشرانو خبرې ‏وکړې او د وزارت له کارونو څخه یې خوښي وښوده او د خپلو سیمو ستونزې یی شریکې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS