په ننګرهار کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۱۷ متره استنادی دیوال د پروژې کار روان دی

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۰:۱۳
په ننګرهار کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۱۷ متره استنادی دیوال د پروژې کار روان دی

په ننګرهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال د جوړولو د پروژې کار ۸۵ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د هسکې مینې ولسوالي په کوټه وال کلي کې د ۳۱۷ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د بشپړیدو په حال کې دی.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۳۵۸۱ کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې نږدې ۸۴۰ ځايي اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې ګڼ شمیر کورونه او زراعتي ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړي او پدې توګه به د سیمې اوسیدونکو ته د سیلابونو له اړخه د ځاني او اقتصادي زیان د ور رسیدو مخه نوره ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS