په ننګرهار کې د ۳۶۰ متره استنادي دیوال او ۳۵۰۰ متره کلیوالي سرک د بیا رغونې کار بشپړ شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او ودانۍ لپاره د پراختیایي نغدي وجهې (MCCG) پروګرام له لوري د څه باندې ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د خوږياڼو ولسوالۍ د خیرمينې پراختيايي شورا له خوا د ۳۵۰۰ کيلو متره فرعي سړک د بیا رغونې کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه ۳۵۰۰ متره اوږد سړک د رغونې تر څنګ ۳۶۰ متره استنادي دېوال او ۱۲۰۰ متره د سړک د څنډو جوړول هم په کې شامل دي. له دغه سړک څخه ۳۲۹ کورنۍ ګټه اخلي او د ځايي ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو لپاره يې ۴۶۰۰ کاري ورځې رامنځته شوېدي.
د نوموړي سړک په جوړېدو ۲ میلیونه او ۶۸۳ زره افغانۍ لګښت راغلی.
