په ننګرهار کې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰۰ متره کرنیز کانال د جوړیدو کار روان دې
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ اړوند د غازي اباد کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د يوه کرنیز کانال د جوړېدو چارې روانې دي. د دغې پروژې په جوړېدو د ځايي خلکو ۳۸۰ جريبه کرنيزه ځمکه د اوبو لګونې له معياري سیسټم څخه برخمنه کیږي.
له دې کانال څخه به ۶۸۰ کورنۍ ګټه واخلي او د پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته به ۱۱۲۰ کاري ورځې رامنځته شي.