په ننګرهار کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه ګبیون ډوله دیوال چارې پای ته نږدې شوي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزې پراختیا Regional Program له لورې د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او د کوټ ولسوالۍ د لاغرجوي سیمې د اشرف خیلو پرمختیایي شورا لخوا د کوټ ولسوالۍ د لاغرجوي په سیمه کې د ۱۱ میلونه افغانیو په ارزښت د ۷۵۰ متره ګبیون استنادی دیوا ل د جوړیدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي.
دا دیوال به په نږدې راتلونکی کی بشپړ او ګټی اخیستنې ته وسپارل شي.