په ننګرهار کې د۱ میلونه افغانیو په ارزښت ۲۴۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۴:۴۲
په ننګرهار کې د۱ میلونه افغانیو په ارزښت ۲۴۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د شینوارو ولسوالۍ په مزرین کلي کي د څه باندې ۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو ته دلاسرسي زمینه برابریږي.

په دې پروژه کې د څښاک د اوبو د ۶ څاه ګانو بیارغونه شامله ده، چې د تطبیق په ترڅ کې یې تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو ته ۲۲۰ کاري ورځې هم رامنځته کیږي. او په بشپړیدو سره به یې ۲۴۷ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

باید ووایو چې په شینوارو ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري داوبو لګونې، د څښاک پاکو او ته د لاسرسي، فر عي لارو، او لمریزې بریښنا په برخه کې ۱۴۲ پروژې منظورې شوي دي چې يو شمېر یې بشپړې او پاتې نورې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS