په ننګرهار ولایت کې ۷۴ کلیوالي کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اړوند د غوزکۍ کلي پراختيايي شورا له خوا د ۱.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د یوې شبکې په جوړېدو او ګټې اخیستنې سره ۷۴ کورنۍ برخمنې شوې. دغه پروژه چې د ۲۳ زره لېټره اوبو د زیرمې ظرفیت لري نوموړې شبکې ته ۷ نلکې هم جوړې شویدي چې د جوړېدو په ترڅ کې يې ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته ۱۱۴۷ کاري ورځې رامنځته شوېدي.
