په ننګرهارکې 539 کرونا ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ترچتر لاندې د خوړو نړیوال سازمان WFP په مالي لګښت او د شپول همکارې موسسې په تخنیکي مرسته د ننګرهارپه بهسودو ولسوالۍ کې 539 کرونا ځپلو کورنیو ته چې پخوا یې سروې ترسره شوې وه هرې کورنۍ ته 6840 افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
ددې کورنیو کور په کور سروې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ترچتر لاندې د شپول موسسې له لوري د اړوندې ولسوالۍ د استازو په ګډون ترسره شوې وه.