په ننګرهارکې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو کلیوالي سړک او یوه استنادي د یوال د بیارغونې کار روان دې
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او ودانۍ لپاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې له لوري په ننګرهارولایت کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي د یو کلیوالي سړک د بیارغونې کار روان دې. دغه پروژه د ننګرهار ولایت د خوږیانو ولسوالۍ اړوند د برمګیانوکلي د پراختیایي شورا لخوا رغول کیږي.
د نوموړي کلیوالي سړک د شګې اچولو تر څنګ، د ۶۰۰ متره استنادي د ېوال او ۲ پلګوټو جوړول هم شامل دي چې ۱۶۲ کورنۍ به ترینه ګټه واخلي. د دې پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته به ۲۲۸۰ کاري ورځې رامنځته شي.
