په میدان وردګ کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۵ متره پل د جوړیدو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ په جان خان کلي کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۵ متره اوسپنیز کانکریټي پل او ۱.۴ کیلو متره نښلونکي سړک د جوړیدو کار پیل شو.
دا پل به هاشم خیل، جان خان کلی، مستي خیل، ګدرخیل، نوري، ذهین، خانخیل او زرین خیل کلي د سید اباد ولسوالۍ له مرکز سره ونښلوي او ۱۴ زره او ۲۳۰ تنه به د لومړنیو خدمتونو مرکزونو ته لاسرسی بیا مومي.
باید ووایو چې ددې پروژې د پلي کیدا په ترڅ کې ۷۸۵۰ کاري ورځې هم رامنځ کیږي.
