په میدان وردګو کې به شا او خوا ٥٠٠ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پرګرام له لوري د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ٢٣ څاګانو کیندلو چارې پیل شوې.
یادې څاګانې به تر کیندلو وروسته په لاسي بمبو سمبالې او د دې ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې به تر ٥٠٠ زیاتو کورنیو ته د څښاک لپاره پاکې او صحي اوبه برابرې کړي.