په لوګر کې ۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو اوبو لګولو د یو کانال د جوړیدو کار روان دی

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د سلطان خیلو کلي د پراختیایي شورا لخوا د یو کانال د جوړیدو کارروان دی.
په دې پروژه ۱.۶ میلیونه افغانۍ لګول شویدي چې د نوموړي کانال اوږدوالی ۱۱۷۰ متره دی او ۲۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي. د یادونې وړده چې ددې پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرواوغیروماهرو کاریګرو ته به ۱۷۵۹ کاري ورځې رامنځته شي او ۴۹کورنۍ به ترینه گټه واخلي.