په لغمان کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سربند او استنادي دیوال د جوړولو کار مخ په بشپړیدا دی

د کليو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالي په شاهي کلي کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د سربند او استنادي دیوال د جوړولو چارې روانې دي، چې په ټاکلي وخت به یې کار بشپړې شي.
د دغې پروژې په لړ کې چي ۷۰ سلنه کار یي مخ ته تللی او له ملي بودیجې تمویل شوې د ۷۵ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو سربند او د ۲۶۰ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۶۵۲۴ کاري ورځې رامنځ ته کیږي چې په بشپړیدو به یې ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي او د سیمې ۲۵۲۰۰ کسه به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترې ګټه پورته کړي.