په لغمان کې د۱۹ متره کانال او۳۴۸ متره سوپرپسیج پروژې د رغونې قرارداد لاسلیک شو
د لغمان ولایت د کلیودبیارغونې اوپراختیا رییس انجینر مجیب الرحمان ضیاء، دالیشنګ ولسوالۍ اړوند، د شکرمان د سیمې ۱۹ متره کانال او۳۴۸ متره د سوپرپسیج پروژې، د رغونې قرارداد د ۹.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت داړوندې سیمې د محلي پرمختیايي شورا له استازو سره لاسلیک کړ، نوموړې پروژه د کلیودبیا رغونې اوپراختیاوزارت د سیميزې همغږۍ برنامې په مالي لګښت داړوندې سیمې محلي پرمختیا يي شورا له لورې د ۱۸ میا شتو په موده کې رغول کیږي چې درغونې دچاروپه بشپړیدوسره به یې دسیمې په سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې اوباغونه دسیلابونو له زیا نونوڅخه وژغورل شي.
