په غور کې د ۹۰۰زره افغانیو په ارزښت دابو رسولو د یوې شبکې کار پای ته ورسید
د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په وسیله د غور ولایت د لعل اوسر جنګل ولسوالۍ په دهن چکه کلي کې د ۹۰۰زره افغانیو په لګښت ۳۰۰ کلیوالي کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.
نوموړې شبکه ۹۰۰ متره اوږدوالي او د ۶ زره لیتره اوبو د ظرفیت په لرلو یوه زیرمه او یو سولر واټر پمپ لري چې د جوړیدو کاریې بشپړ شویدی. د دغې پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته ۴۵۰ کاري ورځې رامنځته شوې.