په غور کې د۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د۱۵ کیلو متره سړک دجوړولو چارې پیل شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ایزو پروګرامونو دهمغږۍ ددفتر له لوري دغور ولایت د لعل وسر جنګل ولسوالۍ په کلیو کې د څه باندې ۳۳میلیونه افغانیو په ارزښت د۱۵ کیلومتره سړک دجوړولو او کریړولو چارې پیل شوي.
د دې پروژې په ترڅ کې ۶۷ پلچکه، ۴ واشونه او۵۰ متره استنادي دیوال هم جوړیږي چې په بشپړتیا سره به یې دلعل وسرجنګل ۳۵ کلي له یو بل سره ونښلي.