په سمنګان کې د پراختیایي شوراګانو غړو ته د کرونا وایروس په هکله د پوهاوي کمپاین تر سره شو
د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له کرونا ویروس سره د مبارزې او دعامې روغتیا وزرات د اساسي پیغامونو د رسولو لپاره د سمنګان ولایت د روی دوآب ولسوالۍ په پراختیایي شوراګانو کې د وقایوي شرایطو په پام کې نیولو سره د پوهاوي کمپاین تر سره شو. په دې کمپاین کې د کرونا وایروس دخپریدو او مخنیوي په هکله مالومات وړانډې شول چې ګډونوالو یې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې دعامې روغتیا وزارت لارښوونې به عملي کوي څو د دوی په سیمو کې دکرونا وایروس د پراخیدو مخنیوي وشي.
