په سمنګانو ولایت کې  د څه باندې۱۰میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۵:۱۰
سمنگان

د (۱۰مېلیونه او ۲۷۶ زره) افغانیو په لګښت سره چې د دولت له بودیجې ورکړل شوي، د سمنګانو ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ په تلخ کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د اوبو رسولو د یادې شوې شبکې په جوړېدو سره د څه باندې (۶۲۰) کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې. د اوبو رسولو ددغې شبکې د جوړولو په چارو کې د یوې چینې استحکام‌کاري، د (۸۰) متر مکعب په ظرفیت سره د یوې ذخیرې جوړول د څه باندې (۲۳ زره) متره اوږدې شبکې غځول او د اوبو په مېټرونو باندې د مجهزو (۲۶۹) نل‌بندانونو نصبول شامل وو. دغه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو سولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري تطبیق شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS