په سرپل کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د مرکز په خارکش کلي کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی.
د دې شبکې په بشپړتیا سره به ۳۵۰ کورنۍ او د خارکش کلي زده کونکي د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
