په سرپل کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه پل او ۱۳۶ متره محافظوي دیوال جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دیوقل ارچه توی کلي کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه پل او ۱۳۶ متره محافظوي دیوال جوړولو کار پیل شو.
ټاکل شوې چې دا پروژه د ۴۲۰ ورځو په اوږدو کې پلې شي چې تر بشپړتیا وروسته به یې ۳ زره کورنۍ ترې ګټه واخلي.