په زابل کې دیوه ښوونځي دجوړیدو چارې پای ته رسیدلي او دهیواد په نورو څلورو ولایتونو کې به ۵ ښوونځي ډیر ژر جوړ شي

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
مکاتب

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون د اقرا ملي پروګرام تر سیوري لاندې د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې دیوه ښوونځي دجوړیدو کارپای ته رسېدلی او په کندز،خوست، کابل او بلخ ولایتونو کې به ډیر ژر ۵ نور ښوونځي جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

دا ښوونځي دکندز په چهاردره او امام صاحب، دخوست په تڼیو، دکابل په قره باغ او دبلخ په بلخ ولسوالیو کې جوړیږي، چې ۱۲، ۱۰، ۸ یا ۶ ټولګي، تشنابونه اوددڅښاک داوبو څاګانې به ولري، ددې ښوونځیو دجوړیدو په ترڅ کې ماهرو اوغیر ماهرو کارګرو لپاره ۱۳زره او۶۲۲ کاري ورځې رامنځ ته شوي.

باید ووایو چې جوړ شوي ښوونځي ۱۹۶۱ زده کوونکو ته دزده کړې وړ چاپیریال رامنځ ته کړی دی او ۱۳۰۶ نور زده کوونکي به دنویو ښوونځیو په جوړیدو سره د زدکړو وړ چاپریال تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS