په روان لمریز کال سرپل کې ۸۱ پرمختیايي پروژې بشپړې شوې دي

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۱۴:۴۲
Implementation of 81 development projects completed during the current solar year in Sarpul province

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ۱۳۹۹ لمریز کال په ترڅ کې د انرژۍ، اوبو رسولو، اوبه خور او ترانسپورت په سکتورونو کې د سرپل په مرکز او ګوسفندي ولسوالۍ په کلیو کې ۸۱ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د بریښنا د شبکو تمدید، د څښاک د اوبو څاه ګانې ایستل، د اوبو رسولو شبکې جوړول، د اوبه خور کانالونه، استنادي دیوالونه، کلیوالي سړکونه، پلونه او پلچکونه جوړول په دې پروژو کې راځي، چې د سرپل په مرکز کې نږدې ۲۵ زره کورنۍ او په ګوسفندي ولسوالۍ کې ۱۵ زره کورنۍ یې له ګټو برخمنې شوې.

باید ووایو چې سربیره پر بشپړو شویو پروژو په دغه ولایت کې د ۷۷ نورو پروژو کارونه هم روان دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS