په دایکندي کې له ۳۷۳ اړو کورنیو سره د ۱.۳ میلیونه افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د دایکندي ولایت د مرکز اړوند نیلي د ۱۹ کلیو د پراختیایي شوراګانو لخوا له ۳۷۳ بیوزلو کورنیو سره د۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، د پایین باغ لذیر، بالا باغ لذیر، یرک لذیر، قلقدر سفلا، بوکالا، ده پاین سنګ موم، پای نیلي، کوهنده، فاتح محمد، میدان سرنیلي، پیتاب سرنیلي، زنبورخانه، حجدي سفلا، حجدي علیأ، غدار کهنه، پیتاب شیش سفلا، بادامک، جرف سفلا او جرف علیأ کلیو مستحقو خلکو ته وړاندې شوې چې اوړه، بوره، چای، غوړي او وریجې پکې شامل وو.
