په خوست ولایت کې د سړک د جوړولو پروژې کار روان دی
په خوست ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د سړک جوړولو د پروژې کار ۸۰ سلنه مخ ته تللی دی.
د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د سپیرې ولسوالۍ په ماڼۍ کلي کې د ۱۰۸۰ مترو په اوږدوالي سړک جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۴۶۳۹ کاري ورځې رامنځته او د سیمې ۳۶۷۴ اوسیدونکي به له دغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به د سیمې کلي یو له بل سره ونښلول شي او د ځايي اوسیدونکو د تګ او راتګ په لار کې به ګڼ شمیر آسانتیاوې رامنځته کړي.
