په تخار کې د ۳۵۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې پروګرام له لوري د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ په «نو آباد بالاحصار» کلي کې د ۴.۴ میلیونه افغانیوپه لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یاده شوې پروژه کې د یوې ژورې څاه کنیدل، د ۲۰ مترمکعبه یوې ذخیرې جوړول، د ۲۰ تختې سولرونو، څه باندې ۵ کیلومتره اوږدې شبکې، ۱۷۵ نلکواو داسې نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.
د یادونې وړ ده چې ددغې پروژې د تطبیق پرمهال د ځايي خلکو لپاره څه د پاسه ۳.۰۰۰کاري ورځې هم رامنځته شوې، او په تکمېلیدو سره یې شاخوا ۳۵۰ کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمنې شوې.
