په تخار کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو د یوې شبکې د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبورسولو او کلیوالي حفظ الصحې د ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د مرکز په قره دینګ های رستاق کلي کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو د یوې شبکې د جوړولو کار ۹۵ سلنه پرمخ تللی دی.
دا شبکه په ۵ فازونو کې جوړیږي چې ۱۲۰ سولري هندارې، ۵ زیرمې، شوخوا ۳۰ کیلومتره پیپ، ۲ واټر پمپونه او ۴۱۳ نلکې لري.
ددې شبکې په جوړیدو به ۱۰۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.