په تخار کې د ۱۰۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوی شیخ ۱۷۵ متره پل جوړ شو

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۸ - ۱۴:۶
تخار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د لارجوړونې د ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان اړوند د جوی شیخ کلي ۱۷۵ متره اوږد پل، ۰.۷۵ کیلومتره اتصالي سړک یې او د سړک دواړو غاړو ته ۶۰۰ متره استنادي دیوال د ۱۰۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دې پروژې په ترڅ کې ۲۴ زره کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې د نمک اب ولسوالۍ په ګډون جوی شیخ، قریه قلعه، چقل قشلاق پاین، چقل قشلاق بالا، قریه حاجي ها، شاه بای ها، سر اسیاب، بابه خان پهلوان او تکه تویمس کلي له مرکز تالقان سره وتړل شول.
د یادولو وړ ده چې ددې پروژې بشپړتیا په تالقان ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمیدو لامل شوې. نږدې ۳۴ زره او ۸۰۰ کورنۍ په مستقیم او نا مستقیم ډول له دې پله ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بغلان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بغلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS