په تخار کې د څه باندې ۸ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د بریښنا د یوې لمریزې شبکې د جوړولو کار بشپړشو

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۵:۱۵
تخار

د څه باندې ۸ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د یوې لمریزې بریښنا د شبکې د جوړولو کار د تخارولایت د دشت قلعه ولسوالۍ د حاجي حق نظر کلي د پراختیایي شورا لخوا بشپړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه د بریښنا لمریزه شبکه د ۲۳ کیلوواټو بریښنا د تولید ظرفیت لري او د نوموړې پروژې د کار په بهیر کې  ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته  ۴۱۵ کاري ورځې رامنځته شوې او د کلي ۱۹۸ کورنۍ ترینه ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په ۱۳۹۹ کال کې یونېسف کلیوالي سیمو ته د پاکو اوبو رسولو په برخه کې د شاوخوا ۱۰ مېلیونه ډالرو مرسته کوي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، نن سه شنبه د افغانستان لپاره د یونېسف نړیوالې ادارې نوي ټاکل شوي رئیس ابوبکر کامپو سره ولیدل. په پیل کې د کلیو بیارغونې او. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۲:۱۱
Background image

په کونړ ولايت کې د ۴.۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

 د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په کليوالي سيمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له طريقه د يونيسف ادارې په ۴.۹ ميليونه افغانيو مالي مرسته د کونړ ولايت داسمار ولسوالۍ په سويرداګ. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۵۴
Background image

د لغمان په مرکز کې د دوه ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲۲۰ متره ګبيون ډوله ديوال د جوړولو چارې روانې دي

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييز پروګرام له لوري د لغمان مرکز په حيدرخانې سيمه کې د دوه ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲۲۰ متره ګبيون ډوله ديوال د جوړولو چارې روانې دي، چې په. . .

BACK TO NEWS