په تخار کې د ابو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په «یکه توت سفلا» کلي کې د اوبو رسولو د یوې پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي دي.
د یادې شوې پروژې په جوړېدو سره به د څه باندې ۲۵۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې او صحي اوبه برابرې شي.