په بلخ ولایت کې د ماسکونو تر ګرانیدو وروسته یوې ښځې د وطني ماسکونو جوړول پیل کړل

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۳ - ۲۰:۳۰
بلخ

بلخۍ میرمنې خانم نازي د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پرمختیا د ملي پروګرام د سپما له ګروپه پور اخستی و اوس هغې د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې ماسکونه جوړول پیل کړي دي تر اوسه یې ۸۰۰ ماسکونه جوړ کړي او پر روغتیايي مرکزونو پلورلي دي.

د ماسکونو ښه کیفیت او مناسبه بیه ددې لامل شوې چې خانم نیازې له روغتیايي مرکزونو او خلکو ډیر فرمایشونه تر لاسه کړي.

هغه وايي چې د کرونا وایروس له خپریدو وروسته په بلخ کې ماسکونه دومره ګران شو چې سیمیزو خلکو یې د اخستو توان نه درلود او دا نوموړې ته یوه انګیزه شوه چې خپله ماسکونه جوړ کړي او په ارزانه بیه یې وپلوري.

هغې ددې کار له کبله د کلیوالي اقتصاد له ملي پروګرامه مننه وکړه چې کلیوالي ښځو ته یې پورونه ورکړي میرمن نازي له خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس پر وړاندې د عامې روغتیا سپارښتنې په پام کې ونیسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS