په بغلان ولایت کې د اسلامي بانکدارۍ روزنه ورکړل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د مختلفو روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د بغلان ولایت په پلخمري ښارکې د پروګرام ۵۰ تنه ګټه اخیستونکیو ته په ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کولو، اسلامي بانکدارۍ او د ګروپ د رهبرۍ په برخو کې روزنې ورکړلې.
د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام موخې، د سپما ارزښت، په اسلامي اصولو سره د پورونو د کارولو او د هغو بیرته ورکول هغه موضوعات وو؛ چې په دې روزنیز ورکشاپ کې برخوالو ته تشریح شول.
همد راز، په دې ولایت کې یو شمېر سپما ګروپونو د پیسو د سپمولو په موخه بکسونه او د قرطاسیې بنډلونه هم ووېشل شول.