په بغلان او سرپل ولایتونو کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د سرپل ولایت په مرکزي ولسوالۍ کې ۱۰۲ ښځینه او نارینه سپما ګروپونو ته چې ۱۳۵۵ کلیوال پکې راټول شوي، په ګروپ کې د غړیتوب روزنه ورکړې ده. همدا راز د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو ۲۷۴ غړیو ته یې د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د حسابدارۍ روزنه ورکړله.
سربېره پر دې، د ۶۲ سپما ګروپونو له غونډو څخه د تولیدي ګروپونو د جوړولو په موخه هم په دې ولسوالیو کې د پروګرام د کارکوونکیو لخوا لیدنه ترسره شوې ده.
