په بدخشان کې له ۴۰ اړو کورنیو سره د څه باندې ۸۰ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو بیارغونې و پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ اړوند د ګازخان پراختیایي شورا لخوا له ۴۰ اړو کورنیو سره د ۸۰ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوې پدې مرستو کې غنم، غوړي اووریجې اوجامې وویشل شوې. د بې روزګارۍ او موسمی لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، د شتمنو خلکولخوا د بې وزلو خلکو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.
