په بامیان ولایت یو شمېر پرمختیایي شوراگانو ته د روغتیایي سپارښتنو په اړه عامهپوهاوی ورکړل شو
په بامیان ولایت کې د کرونا وایروس له تثبیت وروسته د دې ولایت په مرکز کې پرمختیایي شوراګانو ته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام له لوري د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو.
په لومړي قدم کې ۷ کلیدي پرمختیایي شوراگانو ته دا انځوریز او تشریحي کمپاین پیل شو، چې د دې شوراگانو له طریقه به بیا ټاکلشویو سپما گروپونو، د پور او سپما کلیوالي اتحادیو او تولیدي گروپونو غړیو ته دا پوهاوی ورکول کېږي.
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام گټهاخیستونکي د خپل ورځینو چارو تر څنگ هممهاله د کرونا وایروس سره د مبارزې چارې هم پر مخ وړي.