په بامیان ولایت کې د ډېر غړیتوب ترلاسه کولو روزنه ورکړل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ دوه پرمختیایي شوراګانو ۱۴۲ غړیو ته د "غړیتوب ترلاسه کولو" تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
پهدې روزنه کې د کلیوالو په انسجام، سپما، د سپما ګروپونو او د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو پر تاسیس خبرې وشوې.