په ارزګان ولایت کې یوه پراختیايي پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د ارزګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د څه باندې (۲۸) میلیون افغانیو په لګښت د یوه پراختیايي پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یاده پروژه کې د (۶۲۶) مترو په اوږدوالي د محافظوي دیوال، (۹۰۰) مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال، (۳۱) مترو په اوږدوالي د ډبرین سربند او (۳۸۰) مترو په اوږدوالي د ګبیوني دیوال جوړول شامل دي.
د دې پروژې د کار په بهیر کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړې سیمې د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.
