د ۳۱۲ ميليونه افغانیو په ارزښت د لسو پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۸ - ۱۱:۱۰
انسجام ساحوی

د کليو بیارغونې  او پراختیا وزارت د هېواد په اوو ولایتونو کې د ۳۱۲ ميليونه افغانیو په ارزښت د لسو پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه نن( د سې شنبې په ورځ  د غبرګولي په ۲۸ ) له پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک  کړل.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ ول، وویل" یادې پروژې د هېواد په اوو ولایتونو:کنړ، کاپیسا، لوګر، خوست، جوزجان، کندهار او زابل ولایتونو کې پلي کېږي، چې یوه مهمه پروژه یې د کنړ سیند د استنادي دیوالونو ده، چې ۴۰  متره اوږدوالی لري، چې نږدې یو میلیارد او سل ميليونه افغانۍ لګښت پرې کېږي خو نن ورځ د دې ۴۰ کیلومتره دیوال څخه د ۱۰ کیلومتره په اوږدوالي دیوال هوکړه لیک، چې ارزښت یې ۲۹۰ ميليونه کېږي لاسلیک  شو او پاتې برخه به یې په راتلونکي کال کې جوړه شي، چې  ۳۶۰۰ هکتاره شاړه شوې، ځمکه به په کرنیزه ځمکه بدله کړه".
ښاغلي کریمي وویل، چې د یادې پروژې په کاري بهیر کې به ۸۵ زره کاري ورځې رامنځته شي او ۶۰ زره د سېمې اوسیدونکي  به ترې ګټه اخلي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل:"چې د هېواد جمهور رئیس په ځانګړې سپارښتنه د کوچیانو د ژوند ښه والي په موخه به نهه پروژې چې پنځه یې د اوبو رسولو کانالونه دي او څلور نورې پروژې هم د څښاک د اوبو په برخه کې دي،  ۲۱ ميليونه افغانۍ لګښت لري او د هېواد په شپږو  ولایتونو:( کندهار، خوست، کاپیسا، لوګر، جوزجان او زابل) کې به پلي شي، چې په کاري بهیر کې به ۱۰۷۳۰ کاري ورځې رامنځته شي او ۳۱ زره خلک به ترې ګټه اخلي.
د یادونې وړ ده، چې څلوېښت کلن جنګ سخت فقر د کوچیانو ژوند، مالونو او څړ ځایونو سخت ځپلي، چې د افغانستان دولت په ځانګړي ډول د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت هڅه کوي، چې د بېلابېلو پرمختیایي پروژو له لارې د دوی ژوند کې مثبت تغییرات راولي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۲:۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال اندریکا راتوتي او مل پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۲۲:۱۲
Background image

په پکتیا ولایت کې یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څه باندې (۴.۹) میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچنۍ بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۹:۳۰
Background image

په کاپيسا ولایت کې (۳۳۱) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د کاپيسا ولایت په حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د څه باندې (۴۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان ټولنیز. . .

BACK TO NEWS